سفر جنرال قونسل به شهر وکتوریا و شرکت در برنامه رسمی حکومت برتش کلمبیا

سفر جنرال قونسل به شهر وکتوریا و شرکت در برنامه رسمی حکومت برتش کلمبیا
به تاريخ 20 ماه مى 2026، برنامه اى از جانب حکومت ایالت بریتش ‌کلمبیا در شهر ویکتوریا برگزار شد. در این برنامه، آقاى رامین معنوی، جنرال قونسل افغانستان در ونکوور، همراه با شماری از جنرال قونسل‌ ها و نمایندگان قونسلى کشورهای مختلف اشتراک ورزید.
در بخش نخست، ضیافت چاشت به میزبانی مشترک حکومت بریتش ‌کلمبیا و دفتر محترمه وندی کوکیا، نايب حكومت، برگزار گردید. برنامه با سخنرانی افتتاحیه آقاى جرمى براون ريج و خانم سوزی چنت، منشی پارلمانی و مسؤل امور جنرال قونسلگرى ها، آغاز شد. سپس محترمه برندا بیلی، وزیر مالیه بریتش ‌کلمبیا، و محترم ریکاردو آری‌ دوندو، جنرال قونسل ارجنتاین و نماینده هيئت نمايندگان قونسلى، سخنرانی‌ های کوتاهی ایراد نمودند.
در ادامه، جنرال قونسلان در مجلس قانون‌ گذاری يا پارلمان بریتش ‌کلمبیا معرفی گردیده و از نزدیک نشست «پرسش و پاسخ» پارلمان را تحت رياست محترم راج چوهان رئيس پارلمان مشاهده کردند که فرصت خوبى برای آشنایی با روند های پارلمانی و نيز برنامه ها و پاليسى هاى این ایالت فراهم ساخت.
پس از آن، اشتراک‌ نندگان در تالار «نِد دِبِک» ساختمان پارلمان برای سلسله نشست‌ های معلوماتی و تخصصی گرد هم آمدند. محترم دیوید ایبی، رئيس حكومت ايالتى/نخست‌ وزیر بریتش ‌کلمبیا، در سخنان افتتاحیه خویش بر اهمیت همکاری و تعامل میان حکومت ایالتی و هيئت نمايندگان قونسلی تأکید نمود. وى همچنان ضمن معرفى بریتیش کلمبیا به عنوان یک شریک اقتصادی پایدار، در مورد برنامه ها و پاليسى هاى حكومت در زمينه توسعه اقتصادى، سرمايه گذارى در حوزه انرژی، گاز طبيعى، مواد معدنی حیاتی، مشارکت با مردمان بومى و حمایت از جوامع مختلف مقيم ايالت، صحبت نمود.
محترم راوی کاهلون، وزیر اشتغال و رشد اقتصادی، پیرامون برنامه‌ های تدارکات، استراتیژی «نگاه به غرب» و فرصت‌ های مشخص همکاری و سرمایه‌ گذاری معلومات ارائه نمود. این بخش با نشست پرسش و پاسخ میان جنرال قونسلان و مقام‌ های حکومتی ادامه یافت.
همچنان، محترمه تمارا دیویدسن، وزیر محیط زیست و پارک‌ها، در مورد جهت ‌گیری ‌های استراتژیک حکومت در عرصه حفاظت محیط زیست و روند صدور جوازها معلومات ارائه کرد. در ادامه، آقای نِیت اَمن-بلیک، معین وزارت معادن و مواد معدنی حیاتی، و آقای الکس مک‌لِنان، معین ارشد و رئیس اجرائیوی اداره ارزیابی محیط زیستی، پیرامون اقدامات حکومت برای تسریع روند صدور جواز هاى پروژه معدنی و حفظ معیارهای قانونی و محیط زیستی، سخنرانى مشترکی داشتند.
در جریان این برنامه، حنرال قونسل افغانستان فرصت یافت تا با شماری از مقام‌ های ارشد حکومتی و ساير شركت كنندگان دیدار و گفتگو نماید.
جنرال قونسلگری افغانستان در ونکوور مراتب سپاس و امتنان خویش را از حکومت بریتش ‌کلمبیا، دفتر نايب حكومت، ریاست تشریفات، و همه وزراى محترم و مقام‌ هاى مربوط، ابراز می‌ دارد.
—————-
د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه، د برېټیش کلمبیا ایالتي حکومت له خوا د ویکټوریا په ښار کې یو پروګرام جوړ شو. په دغه پروګرام کې په ونکوور کې د افغانستان جنرال قونسل، ښاغلي رامین معنوي، د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر جنرال قونسلانو او قونسلي استازو سره ګډون وکړ.
د پروګرام په لومړۍ برخه کې د غرمې مېلمستیا د برېټیش کلمبیا ایالتي حکومت او د مرستیالې والي اغلې وېنډي کوکیا د دفتر په ګډ کوربتوب ترسره شوه. پروګرام د ښاغلي جرمي براونریج او د قونسلګریو د چارو مسؤلې او پارلماني سکرترې اغلې سوزي چنټ په پرانیستونکو ویناوو پیل شو. ورپسې د برېټیش کولمبیا د مالیې وزیرې اغلې برېنډا بېلي او د ارجنټاین جنرال قونسل او د قونسلي استازو د ټولنې استازي ښاغلي ریکارډو اریډوندو لنډې ویناوې وکړې.
وروسته جنرال قونسلان د برېټیش کلمبیا په مقننه شورا (پارلمان) کې معرفي شول او د پارلمان د رئیس ښاغلي راج چوهن په مشرۍ یې د «پوښتنو او ځوابونو» غونډه له نږدې وڅارله. دغه فرصت ګډونوالو ته د ایالت د پارلماني بهیرونو، پروګرامونو او پالیسیو د لا ښه پېژندنې زمینه برابره کړه.
له هغې وروسته ګډونوال د پارلمان په ودانۍ کې د «نېډ ډيبيک» په تالار کې د معلوماتي او تخصصي غونډو لپاره راټول شول. د برېټیش کلمبیا لومړي وزیر او د ایالتي حکومت مشر ښاغلي ډېوېډ اېبي په خپلو پرانیستونکو خبرو کې د ایالتي حکومت او قونسلي استازو ترمنځ د همکارۍ او متقابل تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همداراز برېټیش کلمبیا د یوه باوري اقتصادي شریک په توګه معرفي کړ او د اقتصادي پراختیا، د انرژۍ په سکټور کې پانګونې، طبیعي ګاز، حیاتي منرالونو، له اصلي اوسېدونکو ټولنو سره د مشارکت او په ایالت کې د مېشتو بېلابېلو ټولنو د ملاتړ په اړه یې د حکومت پروګرامونه او پالیسۍ تشریح کړې.
د کارموندنې او اقتصادي ودې وزیر ښاغلي راوي کاهلون د تدارکاتي پروګرامونو، د «لوېدیځ ته کتنه» ستراتیژۍ او د همکارۍ او پانګونې د مشخصو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. دغه برخه د جنرال قونسلانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو په غونډه سره تعقیب شوه.
همداراز د چاپېریال او پارکونو وزیرې اغلې تمارا ډېوېډسن د چاپېریال ساتنې په برخه کې د حکومت د ستراتیژیکو تګلارو او د جوازونو د صادرولو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې د حیاتي منرالونو او کانونو وزارت مرستیال ښاغلي نېټ اَمَن-بلیک او د چاپېریالي ارزونې ادارې مرستیال او اجرائیوي رئیس ښاغلي الکس مک‌لېنن د کانونو د پروژو د جوازونو د صادرولو د بهیر د چټکتیا او د قانوني او چاپېریالي معیارونو د ساتنې په اړه ګډه وینا وکړه.
د دغه پروګرام په ترڅ کې د افغانستان جنرال قونسل ته دا فرصت برابر شو چې له یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو او نورو ګډونوالو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
په ونکوور کې د افغانستان جنرال قونسلګري د برېټیش کلمبیا ایالتي حکومت، د مرستیالې والي دفتر، د تشریفاتو ریاست، او ټولو محترمو وزیرانو او اړوندو چارواکو ته چې د دې ګټور او ارزښتناک پروګرام په جوړولو او بریالیتوب کې یې ونډه اخیستې، خپله صمیمانه مننه او قدرداني وړاندې کوي.
 
 

این صفحه به لسان های دیگر

Go to Top