برنامه رونمائی شصت و یکمین اثر استاد سید مسعود
برنامه اى به مناسبت رونمايى شصت و يكمين اثر محترم استاد سيد مسعود تحت عنوان «ناز» به تاريخ ۱۷ ماه می ۲۰۲۶، در شهر ونكوور برگزار گرديد.
استاد سيد مسعود در مورد اهداف، موضوعات، محتوا و بخش هاى مختلف كتاب معلومات ارائه نموده و ياد آور شد كه متون مندرج اين اثر، بيشتر بازتاب دهنده احساسات و عواطف يك پدر نسبت به خانواده و فرزند ميباشد. ايشان همچنان از همه كسانى كه در تنظيم برنامه و چاپ اين اثر همكارى نموده بودند، سپاسگزارى كردند.
گردانندگى برنامه را محترم استاد عبدالفتاح صميم به عهده داشت. وى ضمن معرفى زندگى نامه استاد سيد مسعود، در مورد كتاب جديد معلومات مفصل ارائه نمود و شعرى را كه به همين مناسبت سروده بود، به خوانش گرفت.
متعاقباً، آقاى رامين معنوى، جنرال قونسل افغانستان در ونكوور، ضمن ابراز تبريكى به استاد سيد مسعود و خانواده محترم شان به مناسبت تكميل و نشر اين اثر مهم، از خدمات شايان ايشان در عرصه هاى آموزش و پرورش چندين نسل، تحقيقات علمى، تأليف و نگارش بيش از ۶۰ اثر علمى و ادبى و سهم شان در رشد فكرى جامعه قدر دانى نمود. همچنان، وى ديدگاه هاى خويش را پيرامون بخش هايى از اثر جديد ارائه كرد.
در اين محفل، شمارى از شخصيت هاى علمى، فرهنگى و اجتماعى، از جمله محترمه شكريه پيكان عضو پارلمان، محترمه سناتور گلالى اكبرى، محترمه دوكتور نسرين اورياخيل وزير پيشين كار و امور اجتماعى، محترم انجنير سيد شريف حسينى، محترم دوكتور شير هـژير، محترم راتب رحيمى، محترم انجنير زارع، محترم سر محقق شريف، محترم دوكتور بشير، محترمه حسينا ضعيفى، محترم حميد وفا، محترم مجددى، محترم مسعود هاشمى و شمارى ديگر از فرهنگيان و شخصيت هاى علمى، ضمن تمجيد از خدمات استاد سيد مسعود در عرصه هاى اقتصاد، فرهنگ و ادبيات، ديدگاه هاى خويش را در مورد اثر جديد نيز بيان داشتند.
در ختم برنامه، تقديرنامه هايى از جانب جنرال قونسلگرى افغانستان در ونكوور، مركز فرهنگى موج و آبى، نهاد ترايف و وصال گروپ به استاد سيد مسعود تقديم گرديد. همچنان، شمارى از اشتراك كنندگان نسخه هاى كتاب تازه چاپ شده را مزين با امضاى استاد سيد مسعود دريافت نمودند.
قابل ياد آورى است كه كتاب «ناز» در برگيرنده ۵۰۰ متن ادبى در ۵۷۵ صفحه ميباشد و در ترتيب و آماده سازى آن، دوكتور پرى آذر، دوكتور يما، پرويز عثمانى و دوكتور نسيمه مسعود نيز سهم داشته اند
———————
د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه د محترم استاد سید مسعود د یو شپېتم اثر «ناز» د مخکتنې په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه.
استاد سید مسعود د کتاب د موخو، موضوعاتو، محتوا او بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د دې اثر لیکنې تر ډېره د یوه پلار احساسات او عواطف د خپلې کورنۍ او اولادونو په وړاندې انځوروي. نوموړي همدارنګه له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دې پروګرام په تنظیم او د کتاب په چاپ کې یې همکاري کړې وه.
د غونډې ویاندويي محترم استاد عبدالفتاح صمیم پر غاړه درلوده. نوموړي د استاد سید مسعود د ژوندلیک تر معرفي کولو وروسته د نوي کتاب په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هغه شعر یې هم ولوست چې د همدې مناسبت لپاره یې لیکلی و.
وروسته، په ونکوور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي رامین معنوي د استاد سید مسعود او د هغه محترمې کورنۍ ته د دې ارزښتناک اثر د بشپړېدو او چاپ مبارکي وړاندې کړه او د نوموړي د ښوونې او روزنې، علمي څېړنو، د څه باندې ۶۰ علمي او ادبي اثارو د لیکنې او تألیف، او د ټولنې په فکري ودې کې د هغه د ارزښتناکو خدمتونو ستاینه وکړه. نوموړي همدارنګه د نوي اثر د ځینو برخو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په دې فرهنګي محفل کې یو شمېر علمي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون کړی و، چې له ډلې یې: د پارلمان غړې، آغلې شکریه پیکان؛ سناتوره ګلالۍ اکبري؛ پخوانۍ د کار او ټولنیزو چارو وزیره، ډاکټره نسرین اوریاخېل؛ انجنیر سید شریف حسيني؛ ډاکټر شیر هېژیر؛ ښاغلی راتب رحيمي؛ انجنیر زارع؛ سرمحقق شریف؛ ډاکټر بشیر؛ آغلې حسینا ضعیفي؛ ښاغلی حمید وفا؛ ښاغلی مجددي؛ ښاغلی مسعود هاشمي او یو شمېر نور فرهنګي او علمي شخصیتونه شامل وو. ګډونوالو د اقتصاد، فرهنګ او ادب په برخو کې د استاد سید مسعود د خدمتونو ستاینه وکړه او د نوي اثر په اړه یې خپل نظریات څرګند کړل.
د پروګرام په پای کې، د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ په ونکوور، د موج او آبي فرهنګي مرکز، د ترايف بنسټ او وصال ګروپ له خوا استاد سید مسعود ته ستاینلیکونه وړاندې شول. همدارنګه، یو شمېر ګډونوالو د استاد سید مسعود په لاسلیک مزین د نوي چاپ شوي کتاب نسخې ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې «ناز» کتاب ۵۰۰ ادبي متنونه په ۵۷۵ مخونو کې رانغاړي او د دې اثر په ترتیب او چمتووالي کې ډاکټره پري آذر، ډاکټر یما، پرویز عثماني او ډاکټره نسیمه مسعود هم ونډه لرلې ده.








Published in: News
