به تاريخ ٤ جون ٢٠٢٦، مسؤلين اتحاديه دانشجويان افغانستان در دانشگاه سايمون فريزر با آقاى رامين معنوى جنرال قونسل افغانستان، در مقر جنرال قونسلگری ديدار نمودند. نخست، جنرال قونسل ضمن تعارفات معمول، پیرامون فعالیت ها و خدمات جنرال قونسلگری، فرصت هاى آموزشى و تحصيلى در دانشگاه هاى كانادا، نقش دانشجویان در معرفی چهره واقعی افغانستان و اهمیت حفظ هویت فرهنگی و ارزش های كشور در محیط های علمی و چند فرهنگی، صحبت نمود.
سپس، طرفین در مورد وضعیت دانشجویان در دانشگاه های کانادا، راه های تقویت همکاری میان جنرال قونسلگری و اتحادیه دانشجویان، برگزاری برنامه های فرهنگی و علمی، و ایجاد فرصت های بیشتر برای مشارکت جوانان در فعالیت های اجتماعی و فرهنگی تبادل ديدگاه کردند.
در این دیدار، مسئولین اتحادیه دانشجویان معلوماتی را در مورد فعالیت ها، برنامه ها و اهداف این اتحادیه ارائه نموده و شماری از پیشنهاد ها و دیدگاه های خود را در راستای گسترش همکاری با جنرال قونسلگری مطرح ساختند.
در پایان، جنرال قونسل بر حمایت و همکاری قونسلگری با ابتکارات علمی، فرهنگی و اجتماعی دانشجویان تأکید نمود و برای آنان در ادامه تحصیلات و فعالیت های شان آرزوى موفقيت كرد.
—————————
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۴مه نېټه، په ونکوور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي رامین معنوي د سایمن فریزر پوهنتون د افغانستان د محصلینو د ټولنې له مسؤلینو سره وکتل. په پیل کې، جنرال قونسل د معمول پېژندګلوۍ تر څنګ د جنرال قونسلګرۍ د فعالیتونو او خدماتو، د کاناډا په پوهنتونونو کې د زدهکړو او تحصیلي فرصتونو، د افغانستان د ریښتینې څېرې په معرفي کولو کې د محصلینو د رول، او په علمي او څو کلتوري چاپېریالونو کې د ملي هویت او افغاني ارزښتونو د ساتنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې، دواړو لورو د کاناډا په پوهنتونونو کې د محصلینو د وضعیت، د لویې قونسلګرۍ او د محصلینو د ټولنې ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لارو چارو، د علمي او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو، او په ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې د ځوانانو د لا ډېر ګډون لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
په دې کتنه کې، د محصلینو د ټولنې مسؤلینو د خپلې ټولنې د فعالیتونو، پروګرامونو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د قونسلګرۍ سره د همکاریو د پراختیا په موخه یې خپل یو شمېر وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل.
د غونډې په پای کې، جنرال قونسل د محصلینو له علمي، فرهنګي او ټولنیزو نوښتونو څخه د قونسلګرۍ د ملاتړ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او هغوی ته یې د زدهکړو او راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د لا ډېرو بریاوو هیله وكړ.
